لیکوونکی:تمراګونزالز په افغانستان کی دناټوروزنیزماموریت
افغانان او اتلافی ځواکونه په ګډه باندی کارکوی ترڅو دافغان ملی اردو لپاره ستری روغتیایې اسانتیاوی برابری کړی. دروغتون کارکوونکی نه یواځی د سیمه ایزه ملی اردو خدمت کوی بلکی دهلمند په لرو برکی دملی اردو او دسیمه ایزه ملی اردو سرتیرو د کورنیو غړو بیړنی روغتیایې اړتیاوی پوره کوی.
پدی سیمه کی دا یو پرمختللی روغتون دی چی دبستراو غیر بسترناروغانو،ټپونو او همدارنګه د هغوبیړنو پیښو چی د طالبانو دبریدونو لخوا رامنځته شوی درملنه کوی . دافغان رغونی اوسنی شرکت دغه ودانی د ډیرو ستونزو سره سره جوړه وی دا پداسی حال کی ده چی دغه برخه به د روغتون ډیرا ړین خدمتونه برابرکړی. د افغانستان په سهیل کی دامریکاه دمتحده ایالاتو د انجینری قول اردو کندهار ته نژدی دفتر د پروژی مدیر ریچارډ اس جمر وینا سره سم، ډیر ستونزی د لومړنی شرکت څخه اوسنی شرکت ته راپاتی شوی چی یاد شوی شرکت ونه کړای شوی ترڅو تړون په سم ډول ترسره کړی لکه، نړیوال سیستم سره سمه نل جوړونه، په کمزوری توګه دبریښنا دمزو غزونه، دنامناسبه بنسټ ایښودل او د په ناسمه توګه د کړکیو جوړول شامل وو. درغونی شرکت سرپرست او دڅرنګوالی دکنترول مدیر فیروز احمدزی وویل،“ مونږ نیمګړتیاوی له منځه وړو. ددغو نیمګړتیاوو له منځه وړلوپه موخه افغان کارکوونکی کار کوی ترڅو ټول سیستم له سره جوړکړی لکه، دبرښنا مزی، په معیاری ډول نل جوړونه او کړکیو له سره جوړونه. دوی همدارنګه د دودانی نوری برخی هم ودانوی ترڅو دبرق لپاره لوړی اړتیاوی برابری کړی، ټولی هڅی ددی لپاره په لاره اچول شوی چی یادشوی روغتون څخه ددی ډاډ ترلاسه کړی چی دناروغانو درملنه په ښه توګه ترسره شی. د افغانستان په سهیل کی دامریکاه دمتحده ایالاتو د انجینری قول اردو کندهار ته نژدی دفتر د پروژی مسول جګړن اندریو اولسن وویل،“ مونږ یوه ننګونه په بریالیتوب بدلوو ،په پای کی به یاد شوی روغتون ګټی اخیستنی ته چمتوشی.” د افغانستان په سهیل کی دامریکاه دمتحده ایالاتو د انجینری قول اردو په افغانستان کی دناټو روزنیز ماموریت او دافغانستان امنیت لیږدونی لپاره ګډه قوماندانی-انجینری ګډ ګروپ یاده شوی پروژی لپاره ۳ میلونه ډالر برابروی. ددی پروژی بودیجه او رغونه به یاد شوی سل بستریزه روغتون لپاره ۵۰ اضافه بسترونه برابرکړی ددی ترڅنګ به ۲۲ نور اداری دفترونه، بیلابیلی څانګی،درملتون، دکورنیودانتظار ځای او نوری اسانتاوی لکه د کالیو پریمینځلو ځای شامل دی. دملی اردو د روغتون د ریس مرستیال ډګروال نقیب الله رحیمی وویل ،“ ۵۰ بسترونه به مونږ سره زیاته مرسته وکړی.“ مونږهیله من یو چی ډیر زربه د لوی روغتون څخه برخمن شو.”






